EnglishNewsافغانستان

شخصي حریم څه دی؟ — AF International

DevelopingNews1 SourcesUpdated: 2026-07-28 14:25:16🎙 Listen to radio

انسان که څه هم یو ټولنیز موجود دی او د ژوند ډېره برخه کړه‌وړه، انتخابونه، افکار، ارزښتونه او اړتیاوې یې له نورو او ټولنې سره د اړیکو له مفهومه تعریفېږي، خو بیا هم هر انسان غواړي د خپل محرمیت او شخصي حریم شاوخوا داسې سره کرښه ولري چې هېڅوک یې ور ونه‌ړنګوي. کور، کورنۍ، څېره، جامې، فکر، د زړه خواله، شخصي معلومات او نورځانګړي انتخابونه یې یوه برخه دي.د افغانانو ستر حکیم خوشال خان خټک په دستارنامه کې فرمايي:بل چې د محل د کورونو د ازواج د وابسته‌و وي غیرت. بل چې د ازدواج د محل د مستوراتو وي، دا غیرت دې هسې وي، چې مچ د چا به وجود کیني هم دې پر غیرت شي. غیور دې ترهسې حده وي او په دا کې دوه قسمه غیرت دی: یو غیرت د عاقلانو بل د جاهلانو. د جاهلانو دا چې بدګوماني کا، جاسوسي کا، په تش ګومان یا په تش اروېدو خبره زیاتوي یا څوک وژني یا څوک وهي. دا غیرت نه‌دی دا جهل و حماقت دی. تر محمد رسول الله بل څوک غیور نه‌و په اِفک د بي بي عایشې چې مشرکانو مخ تور کړی و، څو حِلم و تحمل سرور وکړ تر هغه پورې چې باطل وبله روشن شول، آیت نازل شو. د عاقلانو غیرت دا دی، چې هرګز په خپلو مستوراتو بدګوماني نه‌بویه، جاسوس جاسوسي نه بویه،…

Quick facts

TopicNews
Sources1
Updated2026-07-28 14:25:16

Timeline

  1. AF International

    شخصي حریم څه دی؟

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-28 11:22:24

شخصي حریم څه دی؟

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button