DevelopmentKabulافغانستاندری

شمالي کوریا د سویس ډیپلوماتیک استازي ته په ۴۸ ساعتونو کې له دغه… — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-25 18:37:07🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – شمالي کوریا د سویس د بندیزونو په غبرګون کې پرېکړه کړې چې په پیونګ‌یانګ کې د سویس ډیپلوماتیک دفتر وتړي او د دغه دفتر مشر ته یې امر کړی چې په ۴۸ ساعتونو کې د شمالي کوریا خاوره پرېږدي. د الجزیرې د راپور له مخې، د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دا پرېکړه د سویس له خوا د تحریمونو په نوملړ کې د «سونګ‌دون‌وون» د ماشومانو نړۍوال کمپ د شاملولو په غبرګون کې شوې ده. سویس دغه کمپ د لوېدیځو هېوادونو د هغو ادعاوو پر بنسټ تحریم کړی چې ګواکې یاد کمپ د اوکراین له هغو سیمو څخه د ماشومانو په لېږد کې ښکېل دی چې د روسیې تر واک لاندې دي. د سویس د بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا پر دغه پرېکړه خواشینۍ ښودلې او ویلې یې دي چې د دغه دفتر مشر به په بېجینګ کې د سویس سفارت ته بېرته ولېږدول شي. دا په داسې حال کې ده چې سویس له شاوخوا یوې میاشتې مخکې په پیونګ‌یانګ کې خپل ډیپلوماتیک دفتر بېرته پرانیستی و. سویس په ۱۹۷۴ کال کې له شمالي کوریا سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې او لا هم له هغو محدودو لوېدیځو هېوادونو څخه دی چې له دغه هېواد سره ډیپلوماتیکې اړیکې ساتي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-25 18:37:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    شمالي کوریا د سویس ډیپلوماتیک استازي ته په ۴۸ ساعتونو کې له دغه هېواده د وتلو امر کړی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-25 23:05:53

شمالي کوریا د سویس ډیپلوماتیک استازي ته په ۴۸ ساعتونو کې له دغه هېواده د وتلو امر کړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button