له وړمې جمعې (د چنګاښ ۲۶مې) راهیسې د بدخشان امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او شنونکي دغه وضعیت د طالبانو د پالیسیو پایله ګڼي او خبرداری ورکوي، که طالبان د افغان ولس پر وړاندې په خپلو پالیسیو کې بدلون رانهولي، نه یوازې بدخشان بلکې ټول افغانستان به یې تر پښو لاندې «تنور» شي. دغه کمپاین، چې تېره ورځ پیل شوی، موخه یې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې همغږۍ، ملاتړ او عملي اقدام جلبول بلل شوې ده. دغه غورځنګ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د مرستې لپاره دغه نړیواله غوښتنه د افغانستان د میلیونونو ښځو غږ دی، هغه ښځې چې د دوی په وینا، نن د خپلو بنسټیزو بشري حقونو، لکه د زدهکړو، کار، ازادۍ، امنیت او په ټولنیزو چارو کې د ګډون له حقه بېبرخې دي. دغه غورځنګ ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د لسګونو محدودوونکو فرمانونو په صادرولو سره ښځې په سیستماتیک ډول له تعلیمي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو ایستل شوې دي. د کمپاین په ترڅ کې د «د ښځو وژنه ودروئ»، «عدالت، نه غچ» او «د ښځو حقونه، بشري حقونه دي»شعارونه هم پورته شوي او د افغانستان د ښځو د بشري حقونو د وضعیت په اړه اعتراض څرګند شوی دی. دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو، حکومتونو، پارلمانونو، د بشري حقونو له بنسټونو او…
Quick facts
Timeline
-
AF International
شنونکي: که طالبان خپلې پالیسۍ بدلې نهکړي ټول افغانستان به یې تر پښو لاندې «تنور» شي
Sources
Afghan sources
شنونکي: که طالبان خپلې پالیسۍ بدلې نهکړي ټول افغانستان به یې تر پښو لاندې «تنور» شي