د طالبانو د شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ریس شهابالدین دلاور، په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا کړې چې د طالبانو اوسنی نظام ټولګډونی دی او هېڅ بدیل نه لري. دلاور ویلي، هغه ادعاوې چې ګواکې د طالبانو حکومت یوازې د ملايانو په لاس کې دی، ناسمې دي. د یاد وزارت په وینا، دغه ښځې له خپلو مېړونو او د کورنیو د غړو له لوري له ناوړه چلند سره مخ وې، چې ځینې یې د اوږدې مودې لپاره د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدې. د دغه ریاست د ادعا پر بنسټ چې د محتسبینو په هڅو دا مېرمنې بېرته له کورنیو سره یوځای شوې او په وینا یې خپلو حقونو ته یې لاس رسی موندلی. دغه وزارت زیاتوي چې په تېرو کلونو کې زرګونه ښځې د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او نورو ستونزو څخه ژغورل شوې او ورته د میراث، نفقې، ولور او د خپلې خوښې د نکاح حقوق ورکړل شوي دي. خو دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د بشري حقونو ګڼې ادارې او د مدني ټولنې فعالان د طالبانو د تګلارو په اړه اندېښنه لري. د دوی په وینا، د طالبانو له خوا د ښځو پر کار، تعلیم او عامه حضور سخت محدودیتونو هغوی له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي فرصتونو بې برخې کړي دي. ځیني منتقدین وایي چې د…
Sources
- AF International — 2026-06-27 09:46:11
شهاب الدین دلاور: د طالبانو اوسنی نظام ټولګډونی دی او بدیل نه لري
Original link