کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د عمان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه، چې ایران او عراق هم په کې شامل وو، ځنډول شوې ده. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه دغه غونډه نن (دوشنبه) د عمان په صلاله ښار کې جوړه شي او د ایران او عراق په ګډون د اتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پکې ګډون وکړي. ټاکل شوې وه په دې غونډه کې د سیمې پر اوسني وضعیت او له هرمز تنګي څخه د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ د تضمین پر لارو چارو بحث وشي. د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر السعیدي تېره شپه ناوخته پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د اجماع د رامنځته کېدو په موخه، هغه سیمهییزه غونډه چې ټاکل شوې وه سبا په صلاله کې جوړه شي، وځنډول شوه.» ده ویلي، مسقط لا هم د هغو خبرو اترو پیاوړتیا ته ژمن دی چې په سیمه کې د ثبات او دوامدارې همکارۍ ملاتړ کوي. هغه له خپل پیغام سره د بحرین، ایران، عراق، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د بیرغونو انځورونه هم خپاره کړي دي. د عمان د بهرنیو چارو وزیر نه دي ویلي چې دغه غونډه به کله بیا ترسره شي. تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي وو چې په دې غونډه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
عمان د سیمې د هېوادونو غونډه وځنډوله