EnglishKabulPoliticsافغانستان

عمان د سیمې د هېوادونو غونډه وځنډوله — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-14 06:47:09🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د عمان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه، چې ایران او عراق هم په کې شامل وو، ځنډول شوې ده. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه دغه غونډه نن (دوشنبه) د عمان په صلاله ښار کې جوړه شي او د ایران او عراق په ګډون د اتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پکې ګډون وکړي. ټاکل شوې وه په دې غونډه کې د سیمې پر اوسني وضعیت او له هرمز تنګي څخه د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ د تضمین پر لارو چارو بحث وشي. د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر السعیدي تېره شپه ناوخته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د اجماع د رامنځته کېدو په موخه، هغه سیمه‌ییزه غونډه چې ټاکل شوې وه سبا په صلاله کې جوړه شي، وځنډول شوه.» ده ویلي، مسقط لا هم د هغو خبرو اترو پیاوړتیا ته ژمن دی چې په سیمه کې د ثبات او دوامدارې همکارۍ ملاتړ کوي. هغه له خپل پیغام سره د بحرین، ایران، عراق، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د بیرغونو انځورونه هم خپاره کړي دي. د عمان د بهرنیو چارو وزیر نه دي ویلي چې دغه غونډه به کله بیا ترسره شي. تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي وو چې په دې غونډه…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-14 06:47:09

Timeline

  1. Pajhwok

    عمان د سیمې د هېوادونو غونډه وځنډوله

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-14 11:13:48

عمان د سیمې د هېوادونو غونډه وځنډوله

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button