شپږیزه کرکټ لیګ؛ بست ساتونکو مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه — Bakhtar
Summary: د اي اېنډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو په دوام، بست ساتونکو لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې په پایله کې مس عینک اتلانو ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روان لیګ کې یې خپله دویمه بریا خپله کړه. د لوبې په جریان کې مس عینک اتلانو د لومړیو ۱۱ اورونو تر پایه ۱۳۵ منډې جوړې کړې، خو د بست ساتونکو توپ اچوونکو په وروستیو نهو اورونو کې غوره توپ اچونه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې یوازې د ۵۷ نورو منډو جوړولو اجازه ورکړه، چې په پایله کې یې خپله ټاکل شوې موخه په بریالیتوب دفاع او بریا یې خپله کړه.د بست ساتونکو لپاره عبدالله تره خېل تر ټولو ځلېدونکی توپاچوونکی و، چې پنځه ویکټې یې ترلاسه کړې. همدارنګه عرب ګل مومند او بشیر احمد دوه ـ دوه، او کریم جنت یوه ویکټ واخیسته او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهمه ونډه واخیسته.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
شپږیزه کرکټ لیګ؛ بست ساتونکو مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه