شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ د بست ساتونکو د بند امیر ښامارانو ته ماته… — Pajhwok
کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالیو په لړ کې د بست ساتونکو لوبډلې بند امیر ښامارانو لوبډلې ته د درېیو وېکټو په توپیر ماته ورکړه. د یوولسم پړاو ايانډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن له غرمې مخکې د بست ساتونکو او د بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه. د لوبې پچه د بست ساتونکو لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د بند امیر ښامارانو لوبډلې پر وړاندې د توپاچونې پرېکړه وکړه. په لوبه کې د بند امیرښامارانو لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې وکړې. یاده لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې له لوري صدیقالله اتل ۱۱۲، هارون خان ۳۱ او حشمتالله شهیدي ۲۵ منډې وکړې. د بست ساتونکو لوبډلې له لوري په توپاچونه کې بشیراحمد دوه او کریم جنت د بند امیر ښامارانو لوبډلې یو لوبغاړي وسوځول. د بست ساتونکو لوبډلې ورکړل شوی هدف په شلم اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د درېیو وېکټو په توپیر یې د بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه. د بست ساتونکو لوبډلې له لوري په توپوهنه کې نجیبالله ځدراڼ ۵۵، محمداصف ۴۰، کریم جنت ۳۱ او ا کبر موسیزي ۲۷ منډې جوړې کړې. په یاده لوبه کې اللهمحمد غضنفر درې، سید شېرزاد او ننګیال خروټي د بست…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ د بست ساتونکو د بند امیر ښامارانو ته ماته ورکړه
منابع
Afghan sources
شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ د بست ساتونکو د بند امیر ښامارانو ته ماته ورکړه