KabulPoliticsافغانستاندری

شپږ افغان او کیوبايي پناه‌غوښتونکي له امریکا ګویانا ته لېږدول شوي — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-06 05:12:08🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، شپږ افغان او کیوبايي وګړي د امریکا له متحده ایالتونو ګویانا ته لېږدول شوي دي. اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د ګویانا د بهرنیو چارو د وزیر رابرت پرساد له قوله راپور ورکړی چې دغه شپږ پناه‌غوښتونکي د جمعې په ورځ، د ګویانا حکومت له لوري تر ارزونې او د هغوی د جرمي مخینې په اړه له ډاډ ترلاسه کولو وروسته، دغه هېواد ته داخل شوي دي. د راپور له مخې، هغه زیاته کړې چې دغه کسان تر ډېره د کډوالۍ اړوندو مسایلو له امله له امریکا ایستل شوي دي. پرساد څرګنده کړې چې د ګویانا حکومت له امریکا سره له څو میاشتنیو خبرو وروسته د دغو کسانو د موقتي مېشتولو په اړه هوکړې ته رسېدلی او دغه هوکړه به د یوه کال لپاره عملي شي. د هغه په خبره، ګویانا ته د دغو کسانو لېږدول په دې معنا نه دي چې هغوی به په دغه هېواد کې دایمي مېشت شي، بلکې د کډوالۍ د وضعیت تر معلومېدو پورې به په ګویانا کې پاتې شي. د راپور له مخې، د ګویانا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ښايي دغه کسان په پای کې خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه یا کوم بل هېواد ته ولېږدول شي. د ګویانا چارواکو ویلي چې د دغه پروګرام عملي کولو مسوولیت د کډوالۍ نړۍوال سازمان پر…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-06 05:12:08

خط زمانی

  1. Pajhwok

    شپږ افغان او کیوبايي پناه‌غوښتونکي له امریکا ګویانا ته لېږدول شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-06 09:41:46

شپږ افغان او کیوبايي پناه‌غوښتونکي له امریکا ګویانا ته لېږدول شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button