د افغان فلم ادارې پخوانۍ مشره صحرا کریمي وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدهکړو د حق بېرته ترلاسه کول باید د افغان ټولنې او نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه وي. هغې زیاته کړې، د نجونو زدهکړه د افغانستان د ازادۍ د لارې مهمه دروازه ده. د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونه د شپې مهال د خواجه بهاوالدین او ینګې کلا ولسوالیو په ځینو پوستو کې حضور نه لري او سهار بېرته خپلو پوستو ته ستنېږي. د تخار اوسېدونکي هم وايي چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه درې پوستې له کلیو بهر او د بریدونو له ګواښ سره مخ سیمو څخه د کلیو دننه لېږدولې دي. د ینګې کلا ولسوالۍ سرچینو ویلي، طالبانو د سېشنبې په ورځ، د زمري پر ۱۳مه، خپلې دوه پوستې د «ایشاناباد» او «جلګې» په کلیو کې له بهرنیو سیمو څخه د کلیو دننه انتقال کړې دي. د ینګې کلا ګاونډۍ خواجه بهاوالدین ولسوالۍ څخه هم د ورته وضعیت راپور ورکړل شوی دی. د سرچینو په خبره، په دې سیمه کې د طالبانو یوه پوسته هم له خپلې پخوانۍ سیمې څخه لېږدول شوې او د یوه کلي دننه ځای پر ځای شوې ده. په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول شمال ختیځ کې، د طالبانو پر ضد بریدونه زیات شوي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
صحرا کریمي: د نجونو زدهکړه د افغانستان د ازادۍ د لارې مهمه دروازه ده
منابع
Afghan sources
صحرا کریمي: د نجونو زدهکړه د افغانستان د ازادۍ د لارې مهمه دروازه ده