د افغانستان د پخواني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین او د بشري حقونو کنوانسیونونه مراعات کړي او د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه باید په دې برخه کې عملي اقدام وکړي. د طالبانو د المپیک رییس احمدالله وثیق د جولای دویمه (پنجشنبه د چنګاښ ۱۱مه) د ورزشي خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ورزشي خبریالان د ورزش د ډګر رښتیني استازي بللي دي. وثیق په خپله ایکسپاڼه ویلي، چې ورزشي خبریالان د ورزشکارانو هڅې، لاسته راوړنې او بریاوې انعکاسوي او د ده په وینا، د دوی فعالیتونه د ورزشي سیالیو د پوښښ ترڅنګ د ورزش د فرهنګ په پیاوړتیا، د ځوانانو په هڅونه، د سالم رقابت په وده او د ملي یووالي په ټینګښت کې مهم رول لري. هغه زیاته کړې: «ورزش د ملتونو ترمنځ د یووالي، تفاهم، دوستۍ او مثبت تعامل اغېزناکه وسیله ده او ورزشي رسنۍ د دې ارزښتونو په خپرولو او پیاوړتیا کې ځانګړی ځای لري». وثیق ویلي، د ورزش اداره له ټولو ورزشي رسنیو او خبریالانو سره د متقابل درناوي او همکارۍ پر اصل باور لري او د هغوی هڅې د ورزش د ودې او د ملي ورزشي ارزښتونو د ترویج لپاره ستایي. خو د دې ورځې په مناسبت، یو شمېر ورزشي خبریالان بیا وايي، سره له دې چې د ورزشي سیالیو په پوښښ او…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
صدیق صدیقي: پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین مراعات کړي
سرچینې
Afghan sources
صدیق صدیقي: پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین مراعات کړي