د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراج په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو جبهو وروستي تحرکات د طالبانو د دویمې دورې د استبداد د پای پیل دی. هغه زیاته کړې چې «د خلکو بیداري به دا تیاره دوره پای ته ورسوي». ذبیح الله مجاهد نن د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه د یوه خبرې کنفرانس پرمهال ویلي چې د یادې ډلې تر واک لاندې افغانستان له هیڅ هېواد سره کړکېچ نه غواړي. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسیو کې بدلون راغلی چې له امله یې له دغه هېواد سره د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې تړل شوې دي. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې:«د پاکستان پالیسۍ داسې دي چې غوښتل یې باید لارې او سوداګرې بنده شي او سوداګرو ته ستونزې پیدا شي. همدا خپله د کړکېچ لامل شوې دي». مجاهد وویل:«موږ د دې کړکېچ د حل غوښتونکي یو. د دوام غوښتونکي یې نه یو او دوام یې د هېڅ لوري په ګټه نه دی. زموږ لهخوا نهايي هڅې کېږي چې ګټور ګامونه پورته شي څو دا ستونزې حل شي». نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې چې دمګړی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره ټولې هڅې درول شوې دي. تر دې وړاندې، ترکیې، سعودي عربستان، قطر او چین…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ضیا سراج: د طالبانو د واکمنۍ پای نږدې دی