Kabulافغانستانامنیتپښتو

نن د زمري ۲۸مه؛ د افغان استقلال ۱۰۷مه کلیزه ده | آمو ټلویزیون — Amu TV

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-19 11:42:16🎙 راډیو واورئ

نن د اسد ۲۸مه له بریتانوي استعمار څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت، د ملې دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ د بې‌ساري سمبول (د ازادۍ منار) ته د غازي امان الله خان له تصویر پرته د ګلونو ګېډۍ کېښودل کیږي او په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ګډون رسمې نمانځغونډه ترسره شوه. د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د دغې تاریخي ورځې په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، د زمري ۲۸مه افغانانو ته دا درس ورکوي چې د دوی پلرونو په تش لاس او پرله‌پسې مبارزې د وخت له خورا سمبالو ښکېلاکګرو ازادي واخیسته. حنفي ټینګار وکړ چې د دغې تاريخي او دیني لاسته راوړنې ساتل د ټولو هېوادوالو وجیبه ده. نوموړي ادعا وکړه چې افغانانو په وروستیو کې د سختو قربانیو په ورکولو د امریکا ۲۰ کلن حضور هم پای ته ورسوه او زیاته یې کړه چې په هېواد کې د دوی له ټینګ شوي اسلامي نظام څخه باید ساتنه وشي. په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خپلواکۍ یادول خورا ارزښتناک او برخلیک ټاکونکي مفاهیم وبلل. حقاني زیاته کړه چې د زمري ۲۸مه د هېواد په تاريخ کې له ویاړه ډکه نېټه ده او د پخوانیو افغان مشرانو او ولسونو د اوږدو هڅو او درنو قربانیو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-19 11:42:16

مهالوېش

  1. Amu TV

    طالبانو د خپلواکۍ ۱۰۷ مه کلیزه و نمانځله | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-19 07:54:00

طالبانو د خپلواکۍ ۱۰۷ مه کلیزه و نمانځله | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button