په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، چې یوې جنګي ډلې یې خپل یو شمېر بمونه او نور جنګي وسایل د دغه ولایت موزیم ته سپارلي دي. په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن دوشنبه، لړم پر ۲۵مه خبر ورکړ، چې د دوی تر څارنې لاندې د تاریخي او جهادي اثارو د ساتنې موزیم ته ۱۱ بمونه او یو شمېر نور جنګي وسایل وسپارل شول. د طالب چارواکو په وینا، دغه چاودېدونکي او وسایل د ملا خدای نظر، چې په «حاجي قهرمان» مشهور و، د ډلګۍ له خوا موزیم ته تسلیم شوي دي. په دغو توکو کې د هغو وسلهوالو طالبانو نښې او پاتې شوي وسایل هم شامل دي چې د تېرو شلو کلونو جګړو پر مهال وژل شوي دي.طالبانو په وروستیو کې له بېلابېلو ولایتونو څخه د ورته جنګي نښو او مهماتو د موزیم ته سپارلو لړۍ چټکه کړې ده. د دوی منتقدان نیوکه لري، چې د افغانستان د اقتصادي ناورین او بېوزلۍ په اوج کې پر داسې موزیمونو د بودیجې مصرف د خلکو په حق کې ظلم دی، خو طالبان دا ډول موزیمونه د خپلو جنګي یادګارونو د خوندیتوب لپاره مهم ګڼي. حبیبالرحمن حکمتیار نن دوشنبه، د لړم پر ۲۵مه په کابل کې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله د فرمانونو په اړه له ناستې سره هم مهاله، پر…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
طالبانو د غزني موزیم ته یو شمېر بمونه وسپارل