Englishافغانستانامنیت

طالبانو د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانو او ناڅاپي سېلابونو… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-09-14 19:19:52🎙 Listen to radio

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې د سې شنبې په ورځ په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، له دوړو سره د تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی. د روزګان اوسېدونکي شکایت کوي، چې د اقلیمي بدلون اغېزو نه یوازې د دوی اقتصاد زیانمن کړی؛ بلکې د بېلابېلو ناروغیو، بې‌وزلۍ او احتمالي بې‌ځایه کېدو لامل هم ګرځېدلې دي. د سیمې اوسېدونکي وایي، د وچکالۍ له امله د ځمکې لاندې د اوبو کچه په بې‌ساري ډول ټیټه شوې او اوس ډېری پخوانۍ څاه‌ګانې وچې شوې دي. د خاص روزګان ولسوالۍ یو اوسېدونکی نظرجان وایي: «پخوا به مو له برمو پر ۵۰ یا ۶۰ مترو اوبه ترلاسه کولې؛ خو اوس د اوبو کچه تر ۲۰۰ مترو هم ښکته شوې ده، ډېری خلک د ژورو څاه‌ګانو د کېندلو وس نه‌لري او هره ورځ د څښاک اوبو پیدا کولو لپاره اوږد واټن وهي». ځايي خلک وایي، وچکالۍ د دوی کرنه او مالداري سخته زیانمنه کړې ده او که چېرې ستونزې همداسې دوام وکړي دغه سیمه به یو مخ وچه شي. یو بزګر ملا عبدالسلام وویل: «پخوا به مو ښه غنم، جوار، سبزي او مېوې ترلاسه کولې؛ خو اوس اکثره ځمکې شاړې پرتې دي، بارانونه کم شوي او طبیعي افتونو پاتې محصولات هم له‌منځه وړي دي». د…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-14 19:19:52

Timeline

  1. AF International

    طالبانو د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-14 17:37:22

طالبانو د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button