طالبانو په تخار کې د یوې دیني مدرسې ښوونکی له هغه وروسته نیولی، چې یو زدهکوونکی یې سخت وهلی و. د مدرسې دغه ښوونکی وروسته له هغې ونیول شو، چې په وروستیو ورځو کې پر خواله رسنیو د نوموړي د وهلو ویډیو په پراخه کچه خپره شوه. د راپور له مخې، ۶۱ سلنه سروې شویو کسانو ویلي چې معلولیت یې د جګړو، ماینونو، چاودنو او وسلهوالو نښتو پایله ده. دغه راپور چې د راول ولنبرګ انسټیټیوټ او پراختیایي څېړنيزې ډلې لهخوا چمتو شوی ښيي، چې په افغانستان کې معلولین له پراخو ټولنیزو، اقتصادي او خدماتي خنډونو سره مخ دي او وضعیت یې د ۲۰۲۱کال تر سیاسي بدلون وروسته لا پسې کړکېچن شوی دی.راپور د ۲۰۲۵کال د سپټمبر او نومبر ترمنځ د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ترسره شویو مرکو پربنسټ جوړ شوی دی. د څېړنې پرمهال له ۹۹ معلولو کسانو سره مرکې شوې، چې ۶۴ نارینه او ۳۵ ښځې پهکې شاملې وې.د راپور له مخې، په افغانستان کې د معلولیت اړوند د ۲۰۱۹کال د ملي سروې موندنې ښيي چې ۲۴.۶ سلنه لویان له لږ معلولیت، ۴۰.۴ سلنه له منځني معلولیت او ۱۳.۹ سلنه له سخت معلولیت سره ژوند کوي. د سخت معلولیت لرونکو ښځو شمېر ۱۴.۹ سلنه او د نارینهو ۱۲.۶ سلنه ښودل شوی دی.راپور کاږي، تر ۲۰۲۱کال وروسته د معلولینو لپاره شته بنسټونه کمزوري شوي، د استخدام…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبانو د يوه زدهکوونکي د سختو وهلو په تور د مدرسې ښوونکی نیولی دی
Sources
Afghan sources
طالبانو د يوه زدهکوونکي د سختو وهلو په تور د مدرسې ښوونکی نیولی دی