د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې پر ۳۴ پروژو بحث شوی او له دې ډلې د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې شوې دي. دغه وزارت ویلي چې دا نوې پرېکړه د افغانستان په استازولیو کې د پاسپورټ غوښتنې د امکاناتو د بدلون، د نړیوالو قوانینو او د نړیوال ملکي هوايي چلند سازمان (ICAO) د سپارښتنو له مخې شوې ده. د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، بهرني وګړي جرمني ته د ننوتلو او د اوسېدو لپاره باید د جرمني د اقامت قانون د درېیمې مادې د لومړي بند له مخې یو معتبر او منل شوی پاسپورټ یا د پاسپورټ بدیل سند ولري. دغه وزارت ویلي چې د اقامت د اجازې د تمدید لپاره هم باید یو معتبر او د منلو وړ سفري سند وړاندې شي. خو د جرمني د ایالتونو د بهرنیو وګړو ادارې کولای شي په هره قضیه کې جلا ارزونه وکړي چې ایا د اړوند کس لپاره د افغانستان له استازولیو څخه د پاسپورټ ترلاسه کول ممکن او د منلو وړ دي او که نه. که اړوند اداره دې پایلې ته ورسېږي چې د افغانستان استازولۍ ته مراجعه کول یا پاسپورټ اخیستل د دغه کس لپاره مناسب یا ممکن نه دي، نو کېدای شي ورته د بهرني وګړي د سفر سند…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبانو د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۳ پروژو د منظورۍ خبر ور کړی
منابع
Afghan sources
طالبانو د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۳ پروژو د منظورۍ خبر ور کړی