د طالبانو د نیمروز ولایت چارواکي وايي، له ایران سره پر ګډه پوله د ورېښمو پله، زرنج ټرانسپورټي بندر خدمات ۲۴ ساعته شوي دي. د یادو چارواکو په وینا، له دې وروسته به مسافروړونکي او باروړونکي موټر د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د چټکتیا او اسانتیاوو لپاره شپه او ورځ تګ راتګ کوي. قوماندان عبدالحق، چې یوې وړې ډلې یې ملتیا کوله، د غرنیو لارو له خطرونو سره بلد و، خو د خپلې مصنوعي پښې له امله یې د سفر پر مهال له نورو ملګرو ډېر احتیاط ته اړتیا لرله. د شوروي ضد جګړې دغه پخوانی قوماندان د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په وروستیو کې، چې امریکایي الوتکو د طالبانو پر مرکزونو او پوځي قرارګاوو بمبارۍ کولې، د خیبر پښتونخوا د پاړاچینار او ترې منګل له لارې افغانستان ته لاړ. هغه غوښتل د ولسي پاڅونونو له لارې د طالبانو په لیکو کې درزونه را وټوکوي او یوه نوي سیاسي فصل ته لاره پرانیزي. عبدالحق د افغانستان د جګړو په اوږدو کې څو ځله د مرګ له خطره تېر شوی و. هغه ۹ ځله ټپي شوی و او یوه پښه یې هم له لاسه ور کړې وه، خو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر سفر یې د پخوانیو عملیاتو په څېر بریالی نه و. د هغه د نیول کېدو او اعدام تر شا ګڼې پوښتنې لاهم بې ځوابه دي. د عبدالحق…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
طالبانو له ایران سره د ورېښمو پله ټرانسپورټي بندر د تګ راتګ خدمات ۲۴ ساعته کړل
سرچینې
Afghan sources
طالبانو له ایران سره د ورېښمو پله ټرانسپورټي بندر د تګ راتګ خدمات ۲۴ ساعته کړل