افغانستانامنیتدری

طالبانو هېواد ته د ۸۱ سوداګرو او صنعتکارانو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی دی.

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-23 07:55:31🎙 رادیو را بشنوید

د سرپرست حکومت د ویاند د دفتر د معلوماتو له مخې، بېرته ستنو شویو سوداګرو او صنعتکارانو ته د مرکز او ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ټولټال ۲۸۸ جریبه ځمکه وېشل شوې ده. دغو پانګه‌والو په بېلابېلو صنعتي او سوداګریزو برخو کې ټولټال ۶۸ میلیونه ډالر پانګونه کړې چې له امله یې ۴۶۶۱ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. فطرت زیاته کړې چې د ۱۵ نورو سوداګرو او صنعتکارانو اسناد هم ارزول شوي او د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته به هغوی هم په پام کې نیول شویو امتیازونو او اسانتیاوو برخمن شي. سرپرست حکومت ادعا کوي چې په وروستیو میاشتو کې یې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو د راجلبولو لپاره هڅې کړې او په صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش یې هېواد ته د سوداګرو د بېرته ستنېدو له مهمو هڅوونکو اقداماتو څخه بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بېرته ستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو د تنظیم او رامنځته کولو کمېټې له پاکستانه د بېرته ستنېدونکو ۱۶ سوداګرو د پانګونې طرحې، چې ارزښت یې له ۹.۶ میلیونو ډالرو ډېر و، هم تصویب کړې وې. د سرپرست حکومت د اقتصادي چارواکو په وینا، په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰۰ واړه او لوی تولیدي کارخونې فعالې دي چې له ۴۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو ته یې د…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-23 07:55:31

خط زمانی

  1. Parstoday

    طالبانو هېواد ته د ۸۱ سوداګرو او صنعتکارانو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی دی.

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-23 07:47:27

طالبانو هېواد ته د ۸۱ سوداګرو او صنعتکارانو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی دی.

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button