Kabulافغانستانامنیتپښتو

سرچینې: مولوي هبت الله د جمعه خان فاتح د «له منځه وړو» امر… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-14 16:26:19🎙 راډیو واورئ

د بدخشان ولایت د شکي ولسوالۍ سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې یو پخوانی پوځي افسر جلیل نیولی. د سرچینو په وینا، پرون د طالبانو استخباراتو دغه پخوانی پوځي د شکي ولسوالۍ له یو شمېر نورو اوسېدونکو سره یوځای نیولی او له ځان سره یې بیولی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بي‌بي‌سي سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا، د ډیورنډ کرښې پر سر ستونزو، ټرانزیټ او د پاکستان د هغو ادعاوو په اړه خبرې کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان د مخالفو وسله‌والو ډلو لپاره کارول کېږي. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسني وضعیت کې افغانستان ښکیل نه بولي او وايي، « حالت یو طرفه دې حد ته ورسېد، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی پېښ شوی». متقي د پاکستان هغه دریځ ردوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو له امله اسلام‌اباد اړ شوی چې له کابل سره سخت چلند غوره کړي. هغه ویلي: « زموږ له طرفه کله هم پر دوی حمله نه ده شوې، زموږ له طرفه لار نه ده بنده شوې، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی ورته ایجاد شوی، حتا زموږ له طرفه د دوی د ټرانزېټ مالونه نه دي بند شوي، که لارې دي هم دوی…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-14 16:26:19

مهالوېش

  1. AF International

    طالبانو په بدخشان کې د جمعه خان فاتح د ملاتړ په تور یو پخواني پوځي افسر نیولی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-14 14:52:16

طالبانو په بدخشان کې د جمعه خان فاتح د ملاتړ په تور یو پخواني پوځي افسر نیولی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button