افغانستانامنیتتخاردری

طالبانو په دایکنډي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي — AF International

در حال تکمیلSecurityتخار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-31 17:52:33🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې دایکنډي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر له ګڼ شمېر کتابونو او غیرشرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي. طالبانو ویلي چې دغو کسانو د کورنیو ستونزو د حل په پلمه له خلکو څخه پیسې اخیستې او د کورنیو ترمنځ یې نفاق جوړاوه. افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای د همکارۍ سازمان د رسمي «څارونکي غړي» په توګه پاتې شوی، خو واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته، افغانستان د دې سازمان په هېڅ کلنۍ سرمشریزه کې حضور نه لري. د شانګهای د همکارۍ سازمان د هېوادونو د مشرانو اصلي ناسته به سبا، سې شنبه ترسره شي. د سرمشریزې په لومړۍ ورځ، غړي هېوادونه په ځانګړي ډول دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې ترسره کوي. په دې ناسته کې، د غړو هېوادونو مشران د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون، د قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، اوزبیکستان او بلاروس له مشرانو سره راټول شوي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په د دې غونډې له نورو ګډونوالو څخه دي. ترکیه د شانګهای د همکارۍ سازمان بشپړ غړی نه دی او په دې…

اطلاعات کوتاه

مکانتخار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-31 17:52:33

خط زمانی

  1. AF International

    طالبانو په دایکنډي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-31 13:45:16

طالبانو په دایکنډي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button