Englishافغانستانامنیتنیمروز

طالبانو په نیمروز کې د ۱۵زره نشه‌يي ګولیو د نیولو خبر ورکړی — AF International

DevelopingSecurityنیمروز1 SourcesUpdated: 2026-11-21 14:11:18🎙 Listen to radio

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په نیمروز ولایت کې یې د ۱۵ زره نشه‌یي ګولیو د قاچاق مخه نیولې ده. طالبانو ویلي چې د دغو ممنوعه توکو د لېږد په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي. د طالبانو مسوولانو ویلي چې نیول شویو کسانو غوښتل دا نشه‌یي ګولۍ له زرنج ښار څخه یوه نامعلوم ځای ته ولېږدوي، خو د عملیاتو پر مهال وپېژندل شول او ونیول شول. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي دوه تورن کسان دا مهال د یادې ډلې په توقیف کې دي او د پېښې په اړه ترې پوښتنې روانې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، پر نیول شویو کسانو به د لومړنیو پلټنو او څېړنو تر بشپړېدو وروسته دوسیې عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي. چارواکو ټینګار کړی چې د نشه‌یي توکو د پېر، پلور او قاچاق د مخنیوي لپاره د دوی هڅې دوام لري. هم‌مهاله ملګرو ملتون اندېښنه ښوولې چې په افغانستان کې د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید په بې سارې توګه زیات شوی دی. طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د افغانستان پر رسنیز ډګر بېلابېل بندیزونه لګولي، چې د ښځو له مخ پټولو نیولې او د ساه کښو د انځورونو د خپرولو تر بندیز پورې.له دغو بندیزونو سربېره طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې ۵ کلنه موده کې…

Quick facts

Locationنیمروز
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-21 14:11:18

Timeline

  1. AF International

    طالبانو په نیمروز کې د ۱۵زره نشه‌يي ګولیو د نیولو خبر ورکړی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-21 10:42:55

طالبانو په نیمروز کې د ۱۵زره نشه‌يي ګولیو د نیولو خبر ورکړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button