عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو محتسبانو په هرات کې د جمعې په ورځ، د زمري په ۳۰مه، څلور نجونې د دغې ډلې د خوښې وړ حجاب د نه لرلو په تور نیولې دي. د شاهدانو په وینا، دغو نجونو د نیول کېدو پر مهال اوږده حجابونه او ماسکونه درلودل. د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې د هرات ښار شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره واټن کې د اسلام کلا بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ مهمه دروازه ده چې هره ورځ زرګونه مسافر او د توکو بار موټرونه ترې تېرېږي. نذیر احمد، چې له ۱۵ کلونو راهیسې په اسلام کلا کې د پیسو د تبادلې په برخه کې کار کوي، وايي، « د امریکا او ایران ترمنځ جګړې د توکو پر جریان او د خلکو پر تګ راتګ منفي اغېز کړی دی». هغه شینهوا ته ویلي، د جګړې پر مهال د توکو جریان کمېږي، د خلکو تګ راتګ راټیټېږي او دا وضعیت د خلکو پر ژوند پام وړ اغېز کوي. د هغه په وینا، له جګړې وروسته د ایران له لارې افغانستان ته د واردېدونکو ځینو خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي. یو بل تن احمد وايي، د ګاز، تېلو، وریژو او غوړیو بیې لوړې شوې دي. هغه زیاتوي چې مخکې د ۱۶ لیټره غوړیو بیه ۱۲۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۱۶۰۰…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبانو په هرات کې د «حجاب نه رعایتولو» په تور څلور مېرمنې نیولې دي
منابع
Afghan sources
طالبانو په هرات کې د «حجاب نه رعایتولو» په تور څلور مېرمنې نیولې دي