طالبان وايي د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پاکستان نه د ۱۳۰ کارتنه قاچاقي درمل نیولي دي. د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو وايي، دغه درمل په درېیو موټرو کې لېږدول کېدل. د افغانستان انټرنیشنل پښتو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کارپوه او لوړپوړی خبریال فخر کاکاخېل وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ به کړکېچ ښايي لا نور هم زیات شي، ځکه د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه پر یو بل باور نه لري. کاکاخېل وایي، هر هېواد خپلې موخې، ګټې او امنیتي محاسبې لري او د نړیوال سیاست په ډګر کې د هېوادونو دریځونه د وخت له بدلون سره بدلېږي. د نوموړي په وینا، یوه مهال داسې تصور موجود و چې طالبان د لویدیځ د یوې پروژې برخه دي، خو وروسته هماغه لویدیځ هېوادونه له طالبانو سره په دوحه کې خبرو ته کښېناستل. هغه وایي، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو هم د طالبانو د جګړې پر مهال له هغوی سره اړیکې او مرستې لرلې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغو هېوادونو موخې بدلې شوې دي. کاکاخېل د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له مهمو عواملو څخه بولي.د هغه په وینا، که کډوالو ستنول یوازې د پاکستان پرېکړه وای، نو پوښتنه دا ده چې ولې ملګرو ملتونو پر پاکستان د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
طالبانو په هلمند کې له پاکستان نه د قاچاقي درملو د نیولو خبر ورکړی
سرچینې
Afghan sources
طالبانو په هلمند کې له پاکستان نه د قاچاقي درملو د نیولو خبر ورکړی