افغانستانامنیتپکتیکادری

طالبانو په پکتیکا کې د ۲۶ قلمه لرغونو اثارو د قاچاق د مخنیوي… — AF International

در حال تکمیلSecurityپکتیکا1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-08 15:40:11🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د پکتیکا ولایت امنیه قومانداني وايي چې د کټواز پر سړک د تالاشۍ پر مهال یې ۲۶ قلمه تاریخي اثار ترلاسه کړي دي. په دغو اثارو کې لرغوني لوښي، څراغونه او نور توکي شامل دي. محمود سیادت له ایراني رسنیو سره په خبرو کې د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ هغه وروستي توافق ته اشاره کړې چې په مشهد کې نهايي شو او ویلي یې دي چې اقبال لاهوري افغانستان د اسیا زړه بللی و او دغه هېواد کولای شي د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د ارتباطي پل په توګه عمل وکړي. هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت هم په دې وروستیو کې د سړکونو او رېل پټلیو د مواصلاتي شبکو د پراختیا لپاره مثبت ګامونه پورته کړي دي. د نوموړي په وینا، ګاونډیو هېوادونو هم په کراچۍ او بندرعباس بندرونو کې د وروستیو ستونزو له امله په دې برخه کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا او چمتووالی ښودلی دی. سیادت د ترکمنستان له لارې د ترانزیټ په مسیر کې ستونزو ته په اشاره ویلي، چې ایران له ترکمنستان سره د کلونو تعامل پر مهال د پالیسۍ له بدلونونو سره مخ و چې په عملي توګه یې ازبکستان، تاجکستان او قزاقستان ته د ایراني مالونو د ترانزیټ بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. هغه وايي، له همدې امله د افغانستان له لارې د تاجکستان…

اطلاعات کوتاه

مکانپکتیکا
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-08 15:40:11

خط زمانی

  1. AF International

    طالبانو په پکتیکا کې د ۲۶ قلمه لرغونو اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-08 13:15:26

طالبانو په پکتیکا کې د ۲۶ قلمه لرغونو اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button