د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ور کړی، چې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې د لرګیو د ناقانونه لېږد پر مهال یو ټانکر موټر نیولی دی. په دغه ټانکر کې په مهارت سره لرګي ځای پر ځای شوي وو. د قزاقستان د صنایعو وزیر یرساین ناګاسپایف ویلي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د فلزاتو په سکټور کې د تولید کچه ۹۷،۳ سلنې ته رسېدلې وه. د ناګاسپایف په وینا، په دغه سکټور کې د تولید کمښت د فابریکو د منظمې بیارغونې او د هېواد د کاني زېرمو د تدریجي زوړوالي له امله رامنځته شوی و. د دې ستونزې د هواري لپاره قزاقستان پر کورنیو تولیداتو د تمرکز تر څنګ، له افغانستان او قرغیزستان څخه د خامو موادو د واردولو تړونونه کړي دي. د قزاقستاني رسنیو د راپورونو لهمخې، په وروستیو میاشتو کې د قزاقستان د فلزاتو د فابریکو لپاره د مسو، جستو او سرو زرو د خامو موادو په رسولو کې زیاتوالی راغلی، چې له امله یې صنعتي وده ۱،۸ سلنه نوره هم ښه شوې ده. یرساین ناګاسپایف زیاته کړې چې د نویو تولیدي فابریکو په پرانیستل کېدو سره، د قزاقستان د تولیداتو سکټور په لومړۍ نیمایي کې ۹،۸ سلنه وده کړې ده. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سې شنبه، د چنګاښ ۲۳مه په اېکس کې لیکلي، چې د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبانو په پکتیکا کې په ټانکر کې د لرګیو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی
Sources
Afghan sources
طالبانو په پکتیکا کې په ټانکر کې د لرګیو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی