نوموړی همداراز ویلي، چې په دې برخه کې دوی د هر ډول اسانتیا برابرولو او مرستې ته چمتو دي. د یاد وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت سېشنبه (د تلې ۲۸مه) د عبدالرحمان منیر په حواله لیکلي، چې په پاکستان کې د نشهيي توکو تولید او قاچاق پراخ شوی. د هغه په وینا، د دغه هېواد پوځي رژیم هڅه کوي چې د خپلو کورنیو ستونزو پټولو لپاره افغانستان په دې برخه کې تورن کړي. هغه همداراز ویلي، دغه هېواد هڅه کړې چې بېلابیل تورونه په افغانستان پورې کړي. د نوموړي په وینا، یو ځل د ټيټيپي د ملاتړ پړه پر طالبانو اچوي او بل ځل بله پلمه لټوي. منیر ادعا کړې، چې د خیبر پښتونخوا په اورکزیو، خیبر او کورمه او د بلوچستان په قلات، سیفالله کلا، لورلایي، دوکي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ځینو نورو نږدې سیمو کې د بنګو او تریاکو کرکېله او تولید پراخ شوي دي. د هغه په وینا، د پاکستان اوسنی حکومت له نشهيي توکو د تولید او قاچاق له فعالانو څخه خپله ټاکلې ونډه ترلاسه کوي او ځینې سوداګر د دولتي چارواکو په اجازه او ملاتړ دغه فعالیتونه ترسره کوي. نوموړي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نشهيي توکو د قاچاق پراختیا د پاکستان د پوځي رژیم د هغه هڅو یوه برخه بللې، چې غواړي د نشهيي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل
سرچینې
Afghan sources
طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل