په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د ازادې بولۍ له لارې د ۱۵۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت څه باندې ۹۰۰ کیلو ګرامه د بیروج ډبرې پلورلې دي. په پاکستان کې یوه خبریال طاهر خان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «پاکستان د طب هغو اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړې چې د ویزو له ختمېدو وروسته اېستل شوي وو». هغه په پاکستان کې د طب پوهنځي افغان محصل ډاکټر نصیبالله کاکړ له قوله زیاته کړې: «زه او ۷ نور محصلین په یو کلنو د زدهکړې ویزو پر ترلاسه کولو بریالي شوي یو». په ورته وخت کې، په پاکستان کې یوه افغان محصل چې نه غواړي نوم یې یاد شي، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ افغان محصلین چې د پاکستان پولیسو لهخوا افغانستان ته استول شوي وو، د نویو ویزو له ترلاسه کولو وروسته بېرته خپلو درسونو ته راغلي دي. نوموړي ویلي: «په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ محصلین چې د پاکستان پولیسو ډېپورټ کړي وو، بېرته ورته نوې ویزې ورکړل شوي». دغه محصل وايي، د لاهور محکمې افغان محصلینو ته تر جمعې ورځې وخت ورکړی وو او په وینا یې، په راتلونکې اورېدنه کې به د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
طالبانو په کونړ کې د څه باندې ۱۵۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج پلورلي
سرچینې
Afghan sources
طالبانو په کونړ کې د څه باندې ۱۵۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج پلورلي