د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د بېلاروس په پلازمېنه منسک کې د دې هېواد د کرنې له وزیر سره لیدلي. د یاد وزارت په وینا، عزیزي په دې لیدنه کې له بېلارسي چارواکو سره افغان کارګرو ته د کار موندنې په فرصتونو، کاري ویزو او بانکوالۍ خبرې کړې دي. اکانومېسټ مجلې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په خپره کړې سرمقاله کې افغانستان ته د بشري مرستو د دوام، پر طالبانو د بندیزونو د اصلاح او ان د هغوی د حکومت د رسمي پېژندنې وړاندیز کړی دی. اکانومېسټ استدلال کوي چې طالبان په نږدې راتلونکي کې له واکه نه ځي او که لوېدیځ ورسره اړیکې ونه ساتي، نور قدرتونه به یې تشه ډکه کړي. مجلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له پامه غورځول به د دغه هېواد د خلکو کړاوونه زیات کړي او کابل به د چین او روسیې نفوذ ته لا نږدې کړي. اکانومېسټ په افغانستان کې د خپل خبریال د زر کیلومتره سفر پر بنسټ لیکلي چې طالبان پر هېواد ټینګه ولکه لري او له پاکستان سره له وخت ناوخت نښتو پرته، افغانستان تر ډېره ارام دی. خو مجلې دا ارامي «تریخ ثبات» بللې ده. په راپور کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او تګ راتګ محدودیتونو، د موسیقۍ پر بندیز او د امر بالمعروف د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبان او بېلاروسي چارواکي د کار موندنې پر فرصتونو او بانکوالۍ غږېدلي
منابع
Afghan sources
طالبان او بېلاروسي چارواکي د کار موندنې پر فرصتونو او بانکوالۍ غږېدلي