EnglishKabulSportsافغانستان

کرکټ؛ د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ درې‌اړخیزه لوبلړۍ نن پیلېږي — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-17 07:17:08🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو درې‌اړخیره لوبلړۍ نن په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي. کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو د درې‌اړخیزې لوبلړۍ جام پرون ماښام د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې نندارې ته وړاندې شو. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه به نن د بنګله‌دېش او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلور بجې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. افغانستان به په دې لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۱۹مه له بنګله‌دېش او دویمه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۱مه له زمبابوې سره ترسره کړي. یادونې ده، د یادې درې‌اړخیزه لوبلړۍ پایلوبه د اکټوبر په ۲۹مه ترسره کېږي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-10-17 07:17:08

Timeline

  1. Pajhwok

    کرکټ؛ د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ درې‌اړخیزه لوبلړۍ نن پیلېږي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-17 11:45:25

کرکټ؛ د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ درې‌اړخیزه لوبلړۍ نن پیلېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button