Economyافغانستانپښتو

پاکستان کې د مایع ګاز بیه له ۶۰۰ کلدارو اوښتې؛ لاملونه یې څه… — Bbc

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-24 20:43:35🎙 راډیو واورئ

پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د اوبلن ګاز یا اېل‌پي‌جي بیه د پام وړ لوړه شوې او یو کیلو یې له ۶۰۰ کلدارو (۱۴۰ افغانيو) اوښتی دی. د پاکستان د احصایې فدرالي ادارې هم روانه اوونۍ د ګرانۍ په تړاو خپل راپور کې د اوبلن ګاز د بیو د پام وړ لوړېدو پخلی کړی دی. د دې ادارې د شمېرو له مخې په تېره یوه اوونۍ کې په دغه هېواد کې د اېل‌پي‌جي ګاز بیه څه باندې ۲۲ سلنه لوړه شوې او که د تېر (۲۰۲۵) کال له اکتوبر سره پرتله شي، نو ۱۰۷ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی. پاکستان کې د ګازو پلورونکي وايي، د یوې ۱۱ اعشاریه ۶۷ کیلویۍ ډبې (سلنډر) بیه، چې تېره اوونۍ ۴۵۰۰ زره کلدارې وه، اوس تر ۷۰۰۰ رسېدلې ده. د پاکستان د احصایې مرکزي اداره وايي، دمګړۍ د دغه هېواد په ځینو برخو کې یو کیلو اېل‌پي‌جي ګاز ۵۵۰ او په نورو کې بیا ان تر ۶۱۰ کلدارو پلورل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د تېلو او ګازو د بیو څارونکې ادارې اکتوبر لپاره د اېل‌پي‌جي ګاز بیه ۲۷۹ کلدارې ټاکلې. اېل پي جي یا مایع پټرولیم ګاز (Liquefied Petroleum Gas) د هایدروکاربن ګازونو یوه ګډوله ده چې تر فشار لاندې اوبلن حالت ته اوړي او په کورونو، هوټلونو او موټرو کې د سونتوکو په توګه…

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-24 20:43:35

مهالوېش

  1. Bbc

    پاکستان کې د مایع ګاز بیه له ۶۰۰ کلدارو اوښتې؛ لاملونه یې څه دي؟ – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-10-24 14:20:14

پاکستان کې د مایع ګاز بیه له ۶۰۰ کلدارو اوښتې؛ لاملونه یې څه دي؟ – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button