د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په نسي ولسوالۍ کې د دې ډلې پخوانی ولسوال جمعهخان فاتح به محاکمه شي. مجاهد وویل: «اوسمهال نور جزییات نشته، ځکه باید دوسیه او تورونه چمتو شي او بیا عدلي او قضايي ارګانونو ته وړاندې شي». د طالبانو د شرطې یا پولیسو نوی قانون، چې ددې ډلې مشر مولوي هبت الله اخوندزاده توشیح کړی دی، د یادې ډلې د عدلیې وزارت د رسمي جریدې په ۱۴۹۶مه ګڼه کې خپور شوی دی. د پولیسو دغه قانون یوه سریزه، دوه بابونه، پنځه څپرکي او ۵۳ مادې لري او د کورنیو چارو وزارت یې د پلیتابه مرجع ګڼل شوې ده. په دغه قانون کې د امنیت ټینګښت، د سرحدونو امنیت، په سړکونو کې د موټرو د تګ راتګ، زندانیانو، لرغونو اثارو او ځنګلونو خوندیتوب، د ماشومانو د تادیب، اورلګېدنې مخنیوي، د نشهيي توکو او اختطاف او انساني قاچاق د مخنیوي په برخو کې پولیسو دندې او مسوولیتونه په نښه شوي دي. د دغه قانون له مخې، د اشخاصو د هویت تثبیت، جلب او احضار، د مجرم نیول، د مظنون تر څارنې لاندې راوستل، تلاشي او د پولیسو ځینې نور اقدامات هم تنظیم شوي دي. همدارنګه، د وسایلو د کارولو په برخه کې د پولیسو صلاحیتونه هم مشخص شوي دي. د قانون په دویمه ماده کې د پولیس یا شرطه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
طالبان خپل مرور قوماندان جمعهخان فاتح محاکمه کوي
سرچینې
Afghan sources
طالبان خپل مرور قوماندان جمعهخان فاتح محاکمه کوي