افغانستانامنیتدری

طالبان: د دوحې تړون امنیتي ژمنو ته ژمن پاتې شوي

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-02 09:32:37🎙 رادیو را بشنوید

د سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو او د دوحې د تړون د خبرو اترو د پلاوي له غړو څخه شهاب‌الدین دلاور، وايي چې دوی په دغه تړون کې خپلو ټولو امنیتي ژمنو ته ژمن پاتې شوي دي. دلاور ویلي، د دوحې د تړون تر ټولو مهم موارد د افغانستان د ټول هېواد د امنیت تأمین، د هغو ډلو د فعالیتونو مخنیوی چې د سیمې امنیت ګواښي، او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول وو. دلاور چې اوس مهال د افغاني سرې میاشتې د ټولنې مشري پر غاړه لري، د خپلو خبرو په بله برخه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر سر اختلاف ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن په پیل کې د ۱۴ میاشتو په موده کې پر وتلو ټینګار کاوه، خو په پای کې د امریکايي ځواکونو وتلو ۱۸ میاشتې وخت ونیو. د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو. د دغه تړون په اړه د ډېرو په باور، همدغه تړون په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط لپاره زمینه برابره کړه.

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-02 09:32:37

خط زمانی

  1. Parstoday

    طالبان: د دوحې تړون امنیتي ژمنو ته ژمن پاتې شوي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-02 09:17:40

طالبان: د دوحې تړون امنیتي ژمنو ته ژمن پاتې شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button