افغانستانامنیتپښتوکونړ

طالبان: د کونړ په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو کډوالو ته د… — AF International

روان خبرSecurityکونړ1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-24 05:15:55🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د کندوز ۳۵ کلن احمدالله (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، د اګست په ۱۴مه له کوره روان شوی او له ۱۲ ورځو سختو او ستونزمنو سفرونو وروسته، د پیسو په بدل کې کراچۍ ته رسېدلی دی. هغه وویل، افغانانو ته د پاکستان ویزې نه ورکول کېږي او له همدې امله اړ کېږي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته ولاړ شي. احمدالله وویل، کورنۍ یې له پخوا په کراچۍ کې د کډوالۍ ژوند کولو، دی هم هلته زېږېدلی او لوی شوی او ډېره برخه ژوند یې په کراچۍ کې تېر کړی دی. د هغه په وینا، بل هېواد ته د تلو زمینه نه لري او د ژوند او کار لپاره بېرته کراچۍ ته ستون شوی دی. هغه پاکستان ته د تګ د لارې په اړه وویل، له خپلو درېیو کوچنیانو سره یې په بولدک کې د چمن له لارې د تېرېدو لپاره پیسې ورکړې: «د هر کوچني پر سر مې ۳۰زره کلدارې او زما نه یې ۵۰زره کلدارې اخیستې دي». هغه وويل ګڼ کسان دي چې خلک په پيسو را اړوي. نوموړي وویل، سفر یې ځکه ۱۲ ورځې اوږد…

لنډ معلومات

ځایکونړ
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-24 05:15:55

مهالوېش

  1. AF International

    طالبان: د کونړ په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-24 02:52:29

طالبان: د کونړ په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button