Englishافغانستانامنیتکندهار

طالبان: د کډوالو لپاره ۵۸ ښارګوټي په پام کې نیول شوي چې ۳۰… — AF International

DevelopingSecurityکندهار1 SourcesUpdated: 2026-07-13 12:55:13🎙 Listen to radio

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د بېرته ستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدو لپاره په ټول هېواد کې ۵۸ د کډوالو ښارګوټي په پام کې نیول شوي چې دامهال په ۳۰ ښارګوټو کې د ځمکو د وېش بهیر روان دی. احمد جلال، چې تازه د کندهار له مرکزي زندان نه خوشې شوی، افغانستان انټرنشنل ته په مرکه کې وویل، « هر ځل چې د زندان د کوټې دروازه خلاصېده، یو بل بندي دننه راوستل کېده. پوهیږئ جرم به یې څه و؟ لایک او تبصره». نوموړی هغه ورځ لا هم په یاد لري، چې د کندهار د ښاروالۍ د یوې پروژې تر خبر لاندې یې یوازې څو کلمې ولیکلې، خو همدا څو کلمې وروسته د هغه د ژوند تر ټولو ترخه تجربه وګرځېده. نوموړی وایي، له تبصرې یوه ورځ وروسته د طالبانو د استخباراتو کسان د ده کور ته ورغلل او ویې نیوه. د احمد جلال په وینا، له نیول کېدو وروسته یې یوه میاشت په کوټه‌قلفي او سختو شرایطو کې تېره کړه، تر هغه چې نظامي محکمې ته وړاندې شو. هغه ادعا کوي چې هلته د «اسلامي نظام پر ضد د بغاوت» په تور پرې د ۸۰ دُرو وهلو او درې کلن بند پرېکړه وشوه. احمد جلال افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندهار په مرکزي زندان کې د ده په ګډون سلګونه کسان د هغه څه له امله…

Quick facts

Locationکندهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-13 12:55:13

Timeline

  1. AF International

    طالبان: د کډوالو لپاره ۵۸ ښارګوټي په پام کې نیول شوي چې ۳۰ ښارګوټو کې د ځمکو وېش روان دی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-13 09:52:01

طالبان: د کډوالو لپاره ۵۸ ښارګوټي په پام کې نیول شوي چې ۳۰ ښارګوټو کې د ځمکو وېش روان دی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button