یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کي داسي انځورونه خپاره سوي چي په کابل کي د طالبانو ادارې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د کارکوونکو له لوري د یو شمېر ښځو او نجونو نیول ښيي. ځیني سرچینې وايي چي د یکشنبې په ماښام طالبانو د کابل د خیرخاني په لومړۍ حصه کي «درې یا څلور» نجونې تر وهلو ډبولو وروسته ونیولې. تر دې مخکي هم په هرات او کابل کي له ښځو سره د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د مامورينو د چلند ويډيو ګاني خپرې سوي وې. د روان کال په جون میاشت کي په هرات ښار کي د طالبانو ادارې له خوا د ښځو او نجونو نیول کېدل د خلکو د اعتراضونو لامل سول، چي په ترڅ کي یې لږ تر لږه دوه کسان ووژل سول. د طالبانو ادارې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د سې شنبې په ورځ (د سپتمبر۲۹) د حجاب د مقرراتو د نه مراعاتولو له امله د ښځو وروستۍ نیوني تائید کړې. د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر، دویچه ویله ته وویل: «هغه ښځه چي حجاب يې نه وي کړی او نيول سوې وي، مجرمه ده؛ ځکه چي هغه خبره ده او ورته ويل سوي دي او ټول په دې باور لري چي حجاب د اسلام حکم دی او څوک چي يې نه رعايتوي…
Quick facts
Timeline
-
Dw
طالبان: هغه ښځي چي حجاب نه مراعاتوي «مجرمې» دي