د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د انساني قاچاق پر ضد مبارزه روانه ده او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې افغان وګړي د قاچاق ښکار کړي. د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم عملي اقدامات شوي دي. د طالبانو دغه چارواکي یو ځل بیا ویلي، چې له ټولو هېوادونو سره متقابلې او ښې اړیکې غواړي. هغه زیاته کړې: «موږ خپل مسوولیت په سالم ډول ادا کوو. له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل درناوي په چوکاټ کې ښې اړیکې او مثبت تعاملات غواړو». د طالبانو په خبرپاڼه کې د برېتانیا د استازي په حواله راغلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د راتلونکو درېیو کلونو لپاره درې مېلیارده افغانۍ بشري مرستې ځانکړې کړې دي. نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بشري مرستو د دهلیز پر پرانیستلو خوښي څرګنده کړې او دا یې اړمنو خلکو ته پر وخت د بشري مرستو د رسېدو لپاره ګټور ګام وباله. طالبانو یو ځل بیا له بشري مرستندویه ادارو د هکمارۍ غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده: «موږ له بشري مرستندویه ادارو سره تل لازمه همکاري کوو؛ ترڅو مرستې په روڼتیا او عادلانه ډول پر وخت اړمنو او مستحقو کورنیو ته ورسېږي». په یاده لیدنه کې طالب استازي د ستونزو د حل په…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبان: هېچا ته به د افغانانو د انساني قاچاق اجازه ورنه کړو
Sources
Afghan sources
طالبان: هېچا ته به د افغانانو د انساني قاچاق اجازه ورنه کړو