په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي چې په جلال اباد ښار کې یې ۲۶ غیرمعیاري روغتیايي مرکزونه تړلي او فعالیت یې وربند کړی دی. د معلوماتو له مخې، دا پرېکړه د روغتیايي څارنې د ځانګړو ټیمونو له لوري تر ارزونو او پلټنو وروسته شوې ده. ایرج کاکاوند دوشنبه (د تلې ۱۳مه) په هرات کې د ایران له قونسل عليرضا مرهمتي سره په لیدنه کې ویلي، ایران چمتو دی چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله تجربه او پوهه له افغانستان سره شریکه کړي. د هغه په وینا، افغانستان ته د ایراني پلاوي د تېر سفر پرمهال په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالب پولیسو د روزنې لپاره طرحې جوړې شوې وې؛ خو جګړهییزو شرایطو د دغه پروګرامونو د عملي کېدو مخه ونیوله. د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو قوماندان وویل، که شرایط برابر شي تهران چمتو دی چې د افغانستان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د روزنې پروګرام عملي کړي. کاکاوند همداراز وویل، د نړۍوالو سازمانونو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې شاوخوا یو کال وړاندې د افغانستان په زېرمتونونو کې د نشهيي توکو د پام وړ زېرمې موجودې وې. هغه ټینګار وکړ، د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبان وایي ننګرهار کې یې ۲۶ غیرمعیاري روغتیايي مرکزونه تړلي دي
منابع
Afghan sources
طالبان وایي ننګرهار کې یې ۲۶ غیرمعیاري روغتیايي مرکزونه تړلي دي