په کندهار کې د طالبانو د کانونو او صنایعو خونې رییس سید سرور اماني وایي، چې د کندهار په صنعتي برخه کې یې د پانګونې او تولید پراختیا لپاره زر جریبه ځمکه د صنعتي پارک جوړولو په موخه ځانګړې کړې ده. د طالبانو د کونړ ولایت د پوهنې په ریاست کې سرچینو تېره ورځ پنجشنبې، د جنګاښ پر ۱۲مه ویلي، چې په دغو ملکي بستونو کې د ګمارنې پرمهال د طالبانو غړو ته لومړیتوب ور کول کېږي. د معلوماتو له مخې طالبان په دولتي چوکاټ کې د ګمارونو پرمهال باید دا کسان د طالبانو د استخباراتو ریاست څخه د تاییدی پاڼه ولري. د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې واک ته د طالبانو د بیاځلی رسېدو سره د بې کارۍ کچه له پخوا څخه څو برابره زیاته شوې ده او په ادارو کې د طالبانو له خوا روان تنقیص بل بهیر دی چې دولتي کارکوونکي یې پر کور کړي دي. د روان کال د غبرګولي پر ۱۰مه نړیوال بانک ویلي و، چې د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا، سیمې په راتلونکو ۲۵ کلونو کې له کاري ننګونې سره مخ دي. د نړۍوال بانک د وروستي اقتصادي راپور له مخې، د دغه سیمې د کار وړ عمر لرونکو وګړو شمېر به ۲۲۰ میلیونه کسانو ته لوړ شي، چې د اوسني شمېر په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي. راپور زیاتوي چې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبان وایي په کندهار کې یې زر جریبه ځمکه صنعتي پارک ته ځانګړې کړې
Sources
Afghan sources
طالبان وایي په کندهار کې یې زر جریبه ځمکه صنعتي پارک ته ځانګړې کړې