Englishافغانستانامنیتننګرهار

طالبان: په تېره یوه ورځ کې ۷۵۷ کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان… — AF International

DevelopingSecurityننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-07-20 13:36:19🎙 Listen to radio

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۷۵۷ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۴۰۳۱ تنو ته رسېږي، له بېلابېلو لارو افغانستان ته راستنې شوې دي. د طالبانو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د بندښت له کبله هېچا ته اجازه نشته چې کرنیز او حیواني محصولات په ناقانونه ډول هېواد ته راوارد کړي. دغه ریاست ټینګار کړی چې د قاچاق د مخنیوي لپاره جدي اقدامات روان دي. د ننګرهار ځايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د تورخم او نورو فرعي لارو څخه د هر ډول توکو د قاچاق مخه به په کلکه ونیول شي. دوی له سوداګرو غوښتي چې له ناقانونه لارو د توکو له راوړلو ډډه وکړي، کنې له قانوني چلند سره به مخ شي. له څو میاشتو راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې تړل شوي دي خو د سوداګریزو توکو قاچاق زیات شوی دی. تېره ورځ په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي‌ و، چې ناپېژانده وسله‌والو د خوست په مرکز ۱۲ فامیلو سیمه کې د کې‌پي‌اېف ځواکونو یو پخوانی غړی ننګیالی چې په لالو مشهور و وژلی دی. ننګیالی تازه له امریکا نه خوست ته تللی و. له پېښې یوه ورځ وروسته د یاد…

Quick facts

Locationننګرهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-20 13:36:19

Timeline

  1. AF International

    طالبان: په تېره یوه ورځ کې ۷۵۷ کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستنې شوې دي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-20 09:50:40

طالبان: په تېره یوه ورځ کې ۷۵۷ کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستنې شوې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button