د طالبانو د سترې محکمې مرستیال ویاند منصورحمزه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقونو اړوند ۱۱۸ زره او ۸۶۹ قضیو ته رسېدنه شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې موده کې د ښځو د میراث او ملکیت ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیې هم څېړل شوې دي. افغانستان انټرنشنل پښتو په دغه راپور کې په جلاوطنۍ کې له یوشمېر پخوانیو پوځیانو سره د هغوی د وضعیت په اړه مرکې کړې دي. د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو زرګونه غړي، افسران، د امنیې قوماندانان او نور امنیتي کارکوونکي د امنیتي اندېښنو له امله له هېواده جلاوطنه شول. د دوی ډېری برخه ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته ولاړل. هغه پوځیان چې کلونه یې د افغانستان د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خدمت کړی و، اوس له بېکارۍ، بېوزلۍ، کډوالۍ، امنیتي ګواښونو او د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي. یوشمېر پخواني سرتېري وایي، چې په ایران او پاکستان کې د سختو اقتصادي او قانوني شرایطو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، د پخواني نظام د امنیتي ځواکونو د غړو په توګه د نورو افغان کډوالو پرتله له ډېرو ګواښونو سره مخ دي. ځینې یې اندېښنه لري، چې که افغانستان ته بېرته ستانه کړل شي، ښايي ژوند او…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبان: په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقونو څه باندې سل زره قضیو ته رسېدنه شوې
Sources
Afghan sources
طالبان: په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقونو څه باندې سل زره قضیو ته رسېدنه شوې