د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، د ۱۴۰۱کال څخه تر ۱۴۰۴کال پورې یې د سواد زدهکړې په برخه کې زرګونه ښوونیز مرکزونه جوړ کړي او سلګونه زره کسانو ته یې د لیک او لوست د زدهکړې زمینه برابره کړې ده. د (انار اکاډمۍ) د ۲۶۱۲ افغانانو پر ځوابونو ولاړې څېړنې موندنې د سېپټمبر پر اتمه د سواد نړۍوالې ورځې په مناسبت خپرې شوې دي. د دغه اکاډمۍ مشرې بېنظیر پویا په یوې انلاین غونډه کې ویلي، افغان نجونې او ښځې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو، انلاین درسونو، له موبایلونو او له ملګرو سره د وړو مطالعاتي ډلو له لارې زدهکړو ته دوام ورکوي.د هغې په وینا، دغه بدیلې زدهکړې د رسمي ښوونځیو او پوهنتونونو ځای نهشي نیولای؛ خو د زدهکوونکو هیله ژوندۍ ساتي.د څېړنې لپاره معلومات د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان له ۳۰ ولایتونو راټول شوي دي. ډېری ګډونوال په افغانستان کې اوسېدل او یوشمېر نور له هېواده بهر وو.د څېړنې له مخې، ډېری نجونو د ژبې زدهکړو، خیاطۍ او مسلکي کورسونو ته مخه کړې او په ځانګړي ډول له موبایلونو څخه د انلاین زدهکړو لپاره کار اخلي. نږدې ټولو ګډونوالو ویلي، چې موبایل یا لپټاپ لري خو ډېرو یې د کمزوري انټرنېټ له ستونزو شکایت کړی دی.بېنظیر پویا وايي، انلاین زدهکړې نجونو ته له ښوونکو او نورو زدهکوونکو سره د اړیکې او د زدهکړې د دوام زمینه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبان: په درېیو کلونو کې مو نږدې ۲۸۴زره کسانو ته د سواد زدهکړې زمینه برابره کړې ده
منابع
Afghan sources
طالبان: په درېیو کلونو کې مو نږدې ۲۸۴زره کسانو ته د سواد زدهکړې زمینه برابره کړې ده