د لوګر لپاره طالب مسوولینو د دغه ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري د یوه قومي مشر حاجي ببرګ احمدزي وژل کېدل تایید کړل. دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ په همدې تړاو د درېیو مشکوکو کسانو له نیولو خبر ورکړ. د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) له پاکستان څخه د افغانانو پر «جبري ستنولو» د سختې اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې اسلاماباد باید له خطر سره د مخامخ افغانانو د پېژندنې لپاره یو روښانه او د لاسرسي وړ بهیر رامنځته کړي. دوی خبرداری ورکړ، چې له داسې یوه میکانیزم پرته، زیانمنونکي کسان ښايي د نیول کېدو، بندي کېدو یا اخراج له وېرې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره له مراجعې ډډه وکړي. کارپوهانو همدا راز د افغان محصلینو د اېستنې په تړاو د پاکستاني چارواکو د وروستۍ پرېکړې په تړاو هم اندېښنه ښودلې ده. د دوی په وینا، دا پرېکړه لږ تر لږه ۱۰۰ افغان محصلین چې له ۲۰ تر ۴۰ پورې یې نجونې دي اغېزمنوي. دوی وویل، چې د افغان نجونو محصلینو لپاره دا ګام د ډاکټرانو او د غاښونو د ډاکټرانو په توګه د دوی د جوړېدو د هیلو د له منځه وړلو په معنا کېدای شي، ځکه طالبانو په افغانستان کې د ښځو لوړې زده کړې او طبي زده کړې منع کړې دي. د ملګرو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبان: په لوګر کې مو د یوه قومي مشر د وژنې په تړاو ۳ مشکوک کسان نیولي دي
منابع
Afghan sources
طالبان: په لوګر کې مو د یوه قومي مشر د وژنې په تړاو ۳ مشکوک کسان نیولي دي