EnglishKabulافغانستانامنیت

طالبان په څلورو ګمرکونو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لکښت امنیتي کامرې… — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-16 16:36:30🎙 Listen to radio

د طالبانو د مالیې وزارت وايي، چې په څلورو ګمرکونو کې یې د ۳۷،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کامرو د نصبولو چارې پیل کړې دي. په دې پروژه کې به په کابل، کندوز او بلخ ګمرکونو کې ۳۷۰ امنیتي کامرې نصب او فعالې شي. د رسنیزو بنسټونو د رپوټونو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې رسنیو ته تر ۸۰ ډېر رسمي او نارسمي مکتوبونه او شفاهي لارښوونې شوې چې په بېلابېلو موضوعاتو کې یې د خپرونو د څرنګوالي، د مرکو د منځپانګې، د مېلمنو د انتخاب، د ښځو د حضور، د موسیقۍ، د تصویر او د ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو د خپرولو حدود مشخصول. له همدې امله د هغه تر مدیریت لاندې اداره له مسایلو سره محتاطانه چلند کوي. د ۲۰۲۱کال له اګسټ وروسته د بیان ازادۍ وضعیت په چټکۍ سره بدل شوی او هغه رسنیز چاپېریال چې د دوو لسیزو په اوږدو کې رامنځته شوی و، په تدریجي ډول د سختو محدودیتونو، امنیتي فشارونو او پراخ سانسور تر اغېز لاندې راغلی دی. د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان وایي، په لومړیو میاشتو کې ګڼې رسنۍ د احتیاط په پړاو کې پاتې شوې او تمه یې لرله چې نوي محدودیتونه به لنډمهاله وي، خو د وخت په تېرېدو دغه محدودیتونه نه یوازې کم نه شول، بلکې هره ورځ نوي مکتوبونه، شفاهي لارښوونې او مقررات صادریږي، چې د…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-16 16:36:30

Timeline

  1. AF International

    طالبان په څلورو ګمرکونو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لکښت امنیتي کامرې لګوي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-16 13:34:00

طالبان په څلورو ګمرکونو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لکښت امنیتي کامرې لګوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button