افغانستانامنیتپښتوکندهار

طالب شيخانو د کندهار پوهنتون زرګونه محصلانو ته د ګناهونو د زیانونو په… — AF International

روان خبرSecurityکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-25 23:30:59🎙 راډیو واورئ

د کندهار پوهنتون مطبوعاتي مسوول ویلي، چې د طالبانو یو شمېر لوړپوړو « شیخانو» د دغه پوهنتون زرګونه محصلانو ته د ګناهونو د زیانونو او له « اسلامي نظام» څخه د وتلو د پایلو په اړه اوونیز لیکچرونه ورکړي. د طالبانو د سترې محکمې مرستیال هم د دغو لیکچرونو لپاره کندهار ته تللی و. یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږل شویو ویډیوګانو کې ویلي، چې ځینې افغان کډوال تر څو اونیو بند او د ترکیې او ایران ترمنځ د پولې د دېوال په اوږدو کې له جبري کار وروسته، له ټپونو سره بېرته ایران ته شړل شوي دي. له دغو پناه‌غوښتونکو یوه کس ویلي، چې په چالدران سیمه کې تر ۴۰ ډېر ټپي افغانان شته چې د هغه په وینا، په تېرو دوو ورځو کې د ترکیې له توقیف‌خونو څخه ایستل شوي دي. په لېږل شویو ویډیوګانو کې نږدې ۲۰ ځوانان لیدل کېږي چې تر دوو خېمو لاندې په کمپلو کې نغښتي دي. د ځینو بدنونه ټپیان او په وینو ککړ ښکاري او د ځینو پر مخونو هم ژور ټپونه لیدل کېږي. یو افغان کډوال وايي، شاوخوا درې اونۍ د ترکیې د سرحدي ځواکونو په بند کې و. د ده په وینا، نیول شویو کسانو ته کافي خواړه نه ورکول کېدل او په بېلابېلو لارو شکنجه کېدل. دغه کډوال ویلي، چې ځینې کسان یې په هغو خونو…

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-25 23:30:59

مهالوېش

  1. AF International

    طالب شيخانو د کندهار پوهنتون زرګونه محصلانو ته د ګناهونو د زیانونو په اړه لیکچرونه ورکړي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-25 20:11:52

طالب شيخانو د کندهار پوهنتون زرګونه محصلانو ته د ګناهونو د زیانونو په اړه لیکچرونه ورکړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button