افغانستانامنیتپښتو

طالب وزیر: د جرمونو د نړیوالې محکمې پر عدالت باور نه لرو — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-07 21:34:56🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیراحمد حقاني د دې ډلې د مشرانو د نیولو د حکمونو د علني کېدو په غبرګون کې ویلي چې طالبان د جرمونو د نړیوالې محکمې پر عدالت باور نه لري. ۲۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۱۳۸۰ کال د تلې په ۱۵مه، د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش په رسمي ډول په افغانستان کې د القاعدې او د طالبانو پر مرکزونو د برید امر صادر کړ. عبدالرشید دوستم چې د متحدې جبهې له مهمو قوماندانانو څخه و، په ۲۰۰۱ کال کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر ضد جګړه وکړه. د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو حکومت، د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له هوايي بریدونو او د متحدې جبهې او نورو طالب ضد ځواکونو له ځمکنیو عملیاتو وروسته، چې د امریکايي ځواکونو ملاتړ ورسره و، نسکور شو. افغانستان انټرنشنل د ښاغلي دوستم دا روایت د تاریخي اهمیت له امله خپروي: «له امریکا سره اړیکه د ازبکستان له لارې ټینګه شوه. د داوود اکه په نوم یو کس چې په اصل کې د امریکا تبعه و او اصلي نوم یې داوود ټایسون دی او په ازبکي ژبه بشپړ برلاسی لري، ماته ټیلیفون وکړ. هغه په روانه ازبکي ژبه راسره خبرې وکړې او ځان یې را وپېژانده. هغه وویل: ”موږ غواړو له نږدې درسره وګورو“. مطلب یې دا و…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-07 21:34:56

مهالوېش

  1. AF International

    طالب وزیر: د جرمونو د نړیوالې محکمې پر عدالت باور نه لرو

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-07 19:09:32

طالب وزیر: د جرمونو د نړیوالې محکمې پر عدالت باور نه لرو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button