Englishافغانستانامنیتنیمروز

طالب چارواکی: په اسلامي عقیده سنبال خبریال د حقایقو خپرولو توان لري — AF International

DevelopingSecurityنیمروز1 SourcesUpdated: 2026-11-14 13:27:18🎙 Listen to radio

په نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب‌الله الهام ویلي، هغه خبریال چې په اسلامي عقیده سمبال وي، حقایق په پوره امانت‌دارۍ او رښتینولۍ خپروي او خپل مسلکي او شرعي مسوولیت په ښه توګه سر ته رسولی شي. هغه دا څرګندونې په دغه ولایت کې د خبریالانو لپاره د «فکري، عقیدتي او مسلکي ظرفیت لوړونې» په یوه ورځني سیمینار کې وکړې، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونورمعینیت له لوري جوړ شوی و. په دغه سیمینار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي وویل، هغه ځوانان چې په ټولنیزو رسنیو کې کار کوي، باید له پوره رښتینولۍ کار واخلي. هغه څرګنده کړه، لکه څنګه چې په «پوځي جګړه کې د سنګر ساتنه یو مهم مسوولیت دی، د رسنیز سنګر پالنه هم لوی مسوولیت ګڼل کېږي او هر څوک باید په دې برخه کې پوره هڅې وکړي». فراهي زیاته کړه چې رسنۍ باید د نورو ټولنو واقعیتونه په متوازن ډول وړاندې کړي او په خلکو کې د غیرواقعي هیلو له راولاړولو ډډه وکړي. هغه ادعا وکړه، ځینې بهرنۍ رسنۍ داسې موضوعات خپروي چې د ټولنې پر یووالي ناوړه اغېز کوي او د افغانانو ترمنځ تعصباتو ته لمن وهي. د دغو بندیزونو له کبله زرګونه افغان خبریالان اړ شوي چې خپل هېواد پرېږد‌ي او په کور دننه یو شمېر رسنۍ…

Quick facts

Locationنیمروز
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-14 13:27:18

Timeline

  1. AF International

    طالب چارواکی: په اسلامي عقیده سنبال خبریال د حقایقو خپرولو توان لري

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-14 11:17:11

طالب چارواکی: په اسلامي عقیده سنبال خبریال د حقایقو خپرولو توان لري

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button