Kabulافغانستانامنیتپښتو

طاهر اندرابي: اسلام‌اباد د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب خنډ… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-17 09:17:10🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې اسلام‌اباد د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب مخه نیسي، ویلي چې هېواد یې په دې اړه د هيڅ ډول خنډ جوړولو په اړه معلومات نه لري. د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روان کال د چنګاښ په ۳مه له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتونکی دی. د هغه په خبره، د یاد سازمان د یوه غړي هېواد د مخالفت له امله افغانستان لا هم نه شي کولای د دغه سازمان په فعالیتونو کې بشپړه ونډه واخلي. کابلوف د کوم هېواد نوم نه و اخیستی، خو «ایزوستیا» ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي وو چې پاکستان د «امنیتي اندېښنو» له امله په شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د رول د پراخېدو اصلي مخالف بلل کېږي. بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي پرون (پنجشنبه) په یوه خبري غونډه کې د دغو راپورونو په غبرګون کې وویل چې اسلام‌اباد په دې برخه کې د هيڅ ډول خنډ جوړولو په اړه معلومات نه لري. هغه زیاته کړه، افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان د غړیتوب لپاره باید له غړو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري. نوموړي وویل:…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-17 09:17:10

مهالوېش

  1. Pajhwok

    طاهر اندرابي: اسلام‌اباد د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب خنډ نه دی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-17 13:42:04

طاهر اندرابي: اسلام‌اباد د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب خنډ نه دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button