EnglishKabulNewsافغانستان

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مخالفو افغان جهتونو ته: وطن ته را ستانه… — Bakhtar

DevelopingNewsKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-17 12:42:13🎙 Listen to radio

Summary: د اسلامي امارت زعیم شیخ الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی نن په پلازمېنه کابل کې د «د عالیقدر امیرالمومنین د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي څېړنیز کنفرانس» کې ګډون او وینا وکړه. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د خپلې وینا پرمهال ویلي، ټول افغانان له توپیر پرته افغانستان کې امن ژوند کولای شي او په خبره یې، اوس د هېواد ان د یوې لوېشتې خاورې واک هم د بل چا په لاس کې نه دی.عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی همدارنګه ویلي، چې مومنان باید د یوه وجود په څېر شي او د یوه او بل ملاتړ وکړي.عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړې، چې د ټولنې اصلاح د علماوو مسولیت دی او هغه علماء چې د امام نظریې سره خلک جوړوي ملاتړ یې اړتیا ده.نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه، چې خپل سر یې د مسلمانانو د ساتنې لپاره وقف کړی دی.علیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله دغه راز وویل، چې د خپل حاکمیت لپاره جګړه نه کوي او نه هم مسلمانان د خپلې څوکۍ لپاره قرباني کوي.هغه مبارک زیاته کړې، چې اوس په افغانستان کې د اسلامي احکامو اظهار ته زمینه برابره شوې او د دې وخت را رسېدلی د دین پوره پوهاوی ټولو کلیو او بانډو ته ورسېږي.عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دغه راز شاعرانو ته په اشارې ویلي، چې د شعرونو پر مټ تاریخ وګټئ او خپلو چارو کې پراخې هڅې ترسره کړئ.عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی همدارنګه د اسلامي امارت مخالفو افغان جهتونو ته په اشارې ویلي:«خپل وطن ته را ستانه شئ او استعداد ته په کتو څوکۍ هم درکوو، په ډاډ وایم چې په زړو اعمالو چا سره حساب نه کوو او نوې فتنې مه رامنځته کوئ.»هغه جناب زیاته کړې، چې افغانستان کې اوس د ژبې، سمت او قوم په نوم د پالنې موضوعات نشته او اصولو ته په کتو هر چا ته خپل حق سپارل کېږي او په خبره یې، فتنه د عام وګړو د تباهۍ سبب کېږي.

Quick facts

LocationKabul
TopicNews
Sources1
Updated2026-11-17 12:42:13

Timeline

  1. Bakhtar

    عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مخالفو افغان جهتونو ته: وطن ته را ستانه شئ، استعداد ته په کتو څوکۍ هم درکوو او په تېرو کړنو چا سره حساب نه کوو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-17 10:42:34

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مخالفو افغان جهتونو ته: وطن ته را ستانه شئ، استعداد ته په کتو څوکۍ هم درکوو او په تېرو کړنو چا سره حساب نه کوو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button