HealthKabulافغانستاندری

عامې روغتیا وزارت: افغانستان ته د بهرنیو ناروغانو د راجلبولو هڅې کوو

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-25 08:57:13🎙 رادیو را بشنوید

د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت د ښه والي په موخه د ځآنګړو هڅو خبر ورکړ. حقاني ادعا کړې چې دغه وزارت خلکو ته د باکیفیته او خوندي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او افغانستان ته د بهرنیو ناروغانو د راجلبولو لپاره هڅې کوي. ښاغلي حقاني په کابل کې د روغتیا په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون پر مهال ویلي چې خصوصي روغتونونو ته اعتبار ورکول د نړیوالو معیارونو د پلي کولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه ترسره کېږي. هغه ټینګار کړی چې د درملنې د خدمتونو ښه‌والی کولی شي په افغانستان کې د نورو هېوادونو د ناروغانو د درملنې زمینه هم برابره کړي. د سرپرست حکومت د دغه روغتیايي چارواکي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان، د ګڼو بحرانونو له امله، د روغتیايي او درملیزو خدمتونو په برخه کې د نړۍ له کمزورو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-25 08:57:13

خط زمانی

  1. Parstoday

    عامې روغتیا وزارت: افغانستان ته د بهرنیو ناروغانو د راجلبولو هڅې کوو

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-10-25 08:44:14

عامې روغتیا وزارت: افغانستان ته د بهرنیو ناروغانو د راجلبولو هڅې کوو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button